د ښاغلی محمدامین یعقوبی ژوند لیک

ښاغلی محمد امین یعقوبي په ۱۳۷۹ زګدیز کال کې د جوزجان په ولایت کې زیږیدلی؛ او خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کرې یې د یاد ولایت په مرکز کې پای ته رسولې دي. نوموړي خپل لیسانس سند د بلخ ولایت د مولانا جلال الدین محمد بلخي پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو ښوونځي څخه ترلاسه کړی او په کابل پوهنتون کې یې د عامه اړیکو په برخه کې د ماسترې تر کچې، زده کړې کړې دي.
ښاغلي یعقوبي په ۲۰۰۴ زګدیز کال کې خپل لومړی ماموریت د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې پیل او د یاد وزارت په بیلابیلو برخو ، له هغې جملې د بلخ ولایت د بهرنیو چارو ریاست او د اسټراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې دنده ترسه کړې ده.
ښاغلي یعقوبي خپل دیپلوماتیک ماموریت په ۲۰۱۳ زګدیز کال کې د آذربایجان هیواد پلازمینې باکو ښار کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت کې پیل کړ. نوموړي له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۵ کال پورې په یاد سفارت کې د دوهم سکرتر په توګه دنده ترسره کړه. ښاغلي یعقوبي د ۲۰۲۰ زګدیز کال د مې میاشتې په ۲۰ مې نیټې په استانبول کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جنرال قونسلګرۍ کې په کار پیل وکړ.
ښاغلي یعقوبي د ۲۰۲۲ زګدیز کال د سپتامبر میاشتې په ۱۲ مې نیټې د یادې قونسلګرۍ د چارسمبالي په توګه وټاکل شو.
نوموړي واده کړی او څلور اولادونه، دوې لورګانې او دوه زامن، لري.