تصادیق صادرول

حصر وراثت

هغه سند دی چی لرونکی د مړی او د مستحقو وارثینو د اثبات پوری خاص وی ۰ چی د ترکه او د ترکه د ویش  لپاره همدارنګه د متروکه و خرڅلاو او د تقاعد د اخستیلو او د مورث د معلوماتو  د حقیقی او حکمی او یا ورثو له جملی نه د نورو په نشتون د متروکی دعوه د یو کس لخوا په مخ یوړل کیږی جوړیږی پداسی حال کی چی هیڅ یو له ورثونه  پټ نه پاتی کیږی.

او یا په بل عبارت : دا هغه سند دی چی د هغی په اساس  د مړی مستحق الارث ورثه مشخص او ثابتیږی.

د حصر وراثت د جړولو شرایط په لاندی توګه دی.

الف – د دری کسانو اقرارکونکی او دوه کسانو شهادت ورکونکی حاضریدل.

ب – مړی په کوم نیټه ، کوم ځای او په کوم علت مړ شویدی.

ج – د مړی سند باید د مربوطه مراجعو له خوا تایید شوی وی.

د – د مستحق الارث وارثینو مکمل شهرت سره د هغوی د عمر تعین او د پیژنډ پاڼی د شمیری (ټوک،د پاڼی شمیره او د ثبت شمیره) او یا هم پاسپورت سره معرفی کړی.

هـ – آیا مخکی د حصر وراثت سند ورته  جوړ شوی او کنه.

محصول : د حصر وراثت وثیقه جوړول او صادرول په 200 امریکای دالر.

 

وکالت پاڼه

۲ – وکالت :- هغه عقد یا قرارداد دی چی د هغی په واسطه موکل بل څوک د قانونی او څرګندو تصرفاتو لپاره خپل قایم مقام ګرځوی.

وکالت پاڼه : رسمی حقوقی سند دی چی د هغی په واسطه موکل یا موکلین ، بل څوک د شاهدان په وړاندی په قانونی او معلوم تصرفاتو کی خپل قایم مقام ګرځوی.

او یا په بل عبارت : وکالت پاڼه هغه سند دی چی د هغی په واسطه د یوکس حقوقی صلاحیت بل کس ته انتقال مومی کیږی.

په داخل د افغانستان کی هغه څوک وکالت کولی شی چی مدافع وکیلانو د قانون د احکامو په اساس د وکالت جواز ولری.

د مدافع وکیلانو د ۳۴ مادی د قانون په اساس  په هغو مواردو کی چی د خپلوانو له حقوقو نه د دفاع لکه پلار ،نیکه تر دریمی درجی پوری،صلبی اولاد ،مور تر دویمی درجی پوری ، خسر ،اوښی ، خواښی او یا هم شریکان مطرح وی په دی صورت وکیل  د دفاع لپاره د وکالت د جواز په اخیستلو مکلف نوی.

د خپلوانو او شریکانو د حقوقو د دفاع  لپاره  د وکیل تعینول د وکالت پاڼی د وثیقی په اساس صورت نیسی.

د ستر محکمی د تدقیقی نظر په اساس د وکیلانو د مدافع قانون ۳۴ مادی صراحت لری چی په هغه صورت ګی چی خپلوان وجود ولری نو د وکالت جواز ته اړتیا نشته دی.

او که چیری خپلوان موجود نوی موکل کولی شی بل څوک له خپلوانو نه بغیر چی جواز د وکالت ولری په حیث د وکیل بالدعوی تعین او وګماری.

همدارنګه موکل کولی شی بل بیګانه کس بغیر له خپلوانو نه د وکیل بالتوکل په حیث تعین کړی ترسو نوموړی وکیل یو کس چی د وکالت جواز ولری د دعوی د مخته وړولو لپاره د موکل لخوا د وکیل په حیث تعین او وګماری.

وکالت پاڼی  د جوړیدو پر مهال د موکل او شاهد حضوربغیر د کومی قید او شرط څخه حتمی او لازمی دی ۰

د وکیل شتون د وکالت پاڼی د جوړیدو پر مهال شرط ندی. اما د وکیل مکمل شهرت او مشخصات لکه نوم ،د پلارنوم، د نیکه نوم، د پیژند پاڼی د ثبت ،پاڼی او توک شمیره د زیږدو ځای او د امکان په صورت کی دهغه عکس لګول ضروری وی۰

او که چیری وکالت پاڼی حضوری جوړیدو یعنی وکیل او موکل دواړه په نمایندګی کی حاضر وه نو د وکیل د ګوتی په لګولو او داڼځور په کلک  کیدو په مربوطه ستون کی البته د دو شاهدانو په شتون همدارنګه د پیژندل او اخیستل او د وکالت د قبلولو موضوع  د وکیل له خوا د وکالت پاڼی د تشریحاتو په ستون کی تصریح شی.

د وکالت له مهمو او اساسی عناصرو د تشکیل له جملی نه لاندی موارد دی چی نماینده ګیانی  موظف دی چی د وکالت پاڼی د جوړیدو په مهال هغه ته پاملرنه وکړی۰

موکل ، وکیل ، د وکالت موضوع، ورکړل شوی صلاحیتونه وکیل ته ، د پیژندنی لپاره حاضریدل.

د وکالت پاڼی د صدور یا ورکړی لپاره شرایط.

۱- د وکالت پاڼی د جوړیدو پر مهال د موکل ،موکلین او شاهدان حاضریدل حتمی او بی  له قید اوشرط نه ۰

۲- موکل باید هوښیار ،بالغ او دهغه څه لپاره  چی وکیل کیږی صلاحیت دار او قانونی تصرفات ولری.

۳- د موکل کتبی غوښتنه  چی په هغه کی موضوع د وکالت او صلاحیت د وکیل په واضیح توګه لیکل شوی وی۰

۴- په هغه صورت کی چی وکالت پاڼه د اموال او یا د ورثی د ملکیت په اړه وی د حصر وراثت موجودیت حتمی وی.

۵- د موکل  موکلین ،وکیل او شاهدان ( نوم ، د پلارنوم ، د نیکه نوم، او کامل شهرت، اصلی سکونت ، اوسنی سکونت او د پیژندنی اسنادو مشخصات په وکالت پاڼه کی درج او کاپی د اسنادو سره ضمیمه شی.

موکل په خپله غوښتنه کی یادونه وکړی چی د ټول قانونی صفات لرونکی دی او بدون له کوم فشار او زور نه په خپل رضایت اقرارکوم.

محصول :- د وکالت پاڼی جوړیدل او صادرول 200 امریکای دالر۰

 

د زوجیت وثیقه

۳ – د زوجیت وثیقه :- د هغو خارجی میشتو افغانانو  د مشکل د حل لپاره چی مخکی نکاح یی سره کړی وی اما نکاح خط ونلری اویا ورک شوی وی او په عین وخت کی په نکاح پاتی وی.

نمایندګیانی کولی شی چې وروسته له دقیقو معلوماتو او پوهی نه د لاندی شرایطو په نظر کې نیولو سره اقرار پاڼه یا د زوجیت وثیقه صادرکړی.

د ښځی یا میړه له خوا کتبی غوښتنلیک ورکول.

د میشت هیواد د اقامت سند ورکول.

د نکاح خط د جوړیدو پرمهال د ښځه او میړه حاضریدل یا حضور.

د دری کسانو اقرارکونکو حاضریدل  او اقرار کول د دوی د واده نه.

نوت : هغه کسان چی د دریمی هیواد د نکاح خط د غوښتنی لپاره مراجعه کوی د مجردی وثیقه درلودل حتمی دی.

محصول : د نکاح خط وثیقه جوړیدل 200 امریکایی دالر

 

طلاق خط

د طلاق  تعریف : په لغت کی د قید نه  د وتلو په معنی دی او په اصطلاح کی عبارت دی د ښځی او میړه تر منځ داړیکو دله منځه وړل په حال او یا آینده کی  په هغو صریحو الفاظو چی د طلاق واقع کیدل تری افاده شی.

طلاق خط یا طلاق پاڼه : عبارت له هغه سند دی چی د ښځی او میړه د نکاح د له منځه وړلو لپاره د با صلاحیته مراجعو له خوا جوړیږی او صادریږی.

طلاق په اسلام کی د یو ضرورت په وجه هغه آخری د ښځی او میړه د مشکلاتو د حل مشروع لاره ګڼل شوی دی چی نارینه باید وروسته له نورو تدابیرو لکه توصیه ، د ځای بیلول ، د مصلح او منځګړیتوب تعینول د ښځی او میړه تر منځ د طلاق نه کار اخلی.

الف – د طلاق ورکولو لپاره دلیل او ضرورت وجود ولری.

ب- په هغه صورت کی چی نفقه ، مهر ، او دماشومانو دساتنی موضوع مطرح نوی او یواځینی هدف او موښه جدا والی  وی د حقوقی سند شتون ته ضروری وی.

ج – طلاق په هغه وخت کی ورکول شی چی ښځه پاکه وی یعنی په میاشتنی مرض کی نوی.

د- په جدا ګانه او انفرادی توګه دښځي د پاکی په وخت او وروسته له مختلفی اصلاحی مراحلو لکه موعظه، د نه موفقیت سره حکم اجرا شی.

د افغانستان د ستری محکمی د تدقیقی  نظر په اساس په هغه صورت کی چی د نفقی ،مهر ، دماشومانو د ساتنی مسایل مطرح نوی او هدف یوازی جدا والی او د حقوقی سند درلودل وی د افغانستان سیاسی نماینده ګیانو او قونسلی کولی شی د ناکح او منکوحه او د دوتنو افغان شاهدانو په حاضریدو د هغوی د معتبرو هویتی سند لکه پیژند پاڼی یا پاسپورت د مرکز د لیږل شوی نمونی  په اساس طلاق خط جوړ او صادر کړی۰ په غیر دی باید محاکمو ته مراجعه وکړی.

محصول : د طلاق خط جوړول او صادرول په 200 امریکای دالر.

 

د مجردی وثیقه

۵- مجردی وثیقه :- رسمی سند دی چی د هغی په اساس د یو کس د مجردی تصدیق د دری کسانو د اقرار او د دوکسانو د شهادت په واسطه ثابتیږی.

د افغانستان د اسلامی جمهوریت قونسلی او سیاسی نمایندګی قونسلی څانګه کولی شی د افغانستان ټولو اتباعو ته د لاندی شرایطو په نظر نیولو سره دغه ورکړی.

۱- د ستری محکمی د تدقیقی نظر په اساس د افغانستان اتباع چی عمر یی ۱۸ کلن شوی نوی او خارج ته مهاجر او د اقامت سند یی له میشت هیواد نه ولری نماینده ګیانی کولی شی د اقامت سند په کتل او د دری کسانو د اقرار کونکو او دو کسانو د شاهدی  په اساس د مرکز لیږل شوی نمونی په اساس ورته د مجردی وثیقه جوړ او ورکړی.

۲- د افغانستان اتباع چی مخکی له قانونی سن له پوره کیدو نه له افغانستان نه بهر نی هیواد ته مهاجر او وروسته له هغه هیواد نه دریم هیواد کی هستوګن شی نمایندګی یانی کولی شی د معتبرو اسنادو په ښودلو د اقامت او تجرد له مخکنی هیواد نه د هغی د مجردی وثیقه تایید کړی.

۳- د افغانستان اتباع چی وروسته د قانونی سن له پوره کیدو یعنی ۱۸ کلنی نه په بهرنی هیواد کی میشت شوی وی خپل د مجردی وثیقه د افغانستان د داخلی محاکمو له طریقه جوړوی پدی  صورت کی متقاضیان کولی شی یو کس د وکیل په صفت معرفی کړی تر څو د مجردی وثیقه واخلی.

محصول : د مجردی وثیقه جوړول او ورکول 75 امریکای دالر.

 

د خپلوی سند

۶- د خپلوی سند : د متقاضی د کتبی غوښتنلیک په اساس او د دری تنو اقرار او دو تنو د شاهدی په ورکولو سره د مرکز د لیږل شوی نمونی مطابق جوړ او ورکول کیږی.

د خپلوی وثیقه د لاندی شرایطو په نظر نیولو سره جوړ او ورکول کیږی.

محصول :- د خپلوی سند جوړول او ورکول 75 امریکای دالر.

 

د مړینی سند

۷- د مړینی سند :- د افغانستان سیاسی نماینده ګی او قونسلی کولی شی د افغانستان د داخلی او خارجی اتباعو د مړینی سند  د لاندی شرایطو په نظر نیولو سره تصدیق کړی.

الف- د مړینی اصلی صادرشوی سند له شفاخانو ، د ثبت احوال نفوس یا د افغانستان د محاکمو او یا د هغی ترجمه ، چی د افغانستان ، بهرنی وزارت د قونسلی ریاست له خوا تصدیق شوی وی. ( په وړیا توګه )

ب- د مړینی اصلی اسناد یا ترجمه یی چی له ذیربطو مراجعو له خوا د متوقف فیها جوړ او صادر شوی وی او د میشت بهرنی وزارت او یا ولایت له خوا تایید شوی وی. ( په وړیا توګه )

ج- اصلی او ترجمه شوی د مړینی سند چی په دریم هیواد کی جوړ شوی او د سیاسی نمایندګی او قونسلی په تایید په میشت  هیواد کی رسیدلی وی. ( په وړیا توګه )

د مړینی د وثیقه جوړول او ورکول او تایید په وړیا ډول وی.