د جنرال قونسل پیغام

په استانبول کی د افغانستان اسلامی جمهوری جنرال قونسلګری انترنیتی پانه ته  ښه راغلاست۰
افغانستان او ترکیه د دوه ملت او دوه هیواد په صفت ژور تاریخی ، فرهنګی او اقتصادی مشترکات لری   او د هری ورځی په تیریدو سره دغه  اړیکه ژور او پراخه کیږی ۰

د افغانستان جنرال قونسلګری په استانبول کی د هیواد د بهرنی سیاست د لومړیتوبونو په اساس بین المللی کنوانسیونو او د دوه اړخیزی توفقنامی همیشه کوشش کړی تر سو په لمړی قدم کی د هیواد د اتباعو په ترکیه کی موثره نمایندګی وکړی او قونسلی خدمات په شایسته توګه وړاندی کړی او په دوهم قدم کی د اقتصادی او فرهنګی مناسباتو په تحکیم او تعمیق د دوه دوست هیواد تر منځ کی کوشش کوی ۰

همدارنګه چی ترکیه داروپا او آسیا وصل کونکی دی افغانستان هم دآسیا دزړه  صفت لری چی بی شمیره اقتصادی او فرهنګی مناسباتو د رشد زمینه ساز د دوو هیوادنو تر منځ منځه ته راوړی ۰

زموږ موخه د دی انترنیتی پانه د رامنځته کیدو دموثق خبر رسونی د دغه جنرال قونسلګری او په عمومی توګه د موثق او دقیق معلومات وړاندی کول د افغانستان په اړه محترمو مراجعینو ته دی ۰

هیله دی په خپل نیک  او شه نظریات او غوښتنی د دغه پانه د بډاینی په برخه موږ سره همکار شی ۰

موږ خپلو مراجعینو ته د معیاری خدماتو په وړاندی کولو کی شپه او ورځ په خدمت یو ۰