د هویت تثبیت

په استانبول کې مېشتو هغه هېوادوالو ته چې قلمي پاسپورټ او اقامه ولري خبر ورکول کیږي چې د هویت د تثبیت نه وروسته کولای شي الکترونیکي پاسپورټ لاس ته راوړي.
1. د پخواني (قلمي پاسپورټ) ، اقامې اصل او کاپي.
۲. د قونسلګرئ د ویب پاڼې د لارې نوبت واخلئ، او د وخت اخستلو لپاره د موبایل ګرځنده شمېرې لرل حتمي ده.
۳. په ټاکلي وخت د مراجعینو حاضرېدل.
۴. یو د نږدې او اصولي خپلوانو (پلار ، ورور، نیکه، کاکا ، د کاکا ځوئ او عمه ) د تذکرې کاپي لرل.
۵. لس قطعې عکسونه.
۶. فورمه ۵۰ امریکايي ډالر قیمت لري.
یادښت : که د پورته شرایطو څخه یو هم پوره نه کړل شي اجراات نه کیږي.
د نوبت اخستلو لپاره دا لېنک کلېک کړئ.