پاسپورت

د عادی الکترونیکی پاسپورت ورکول یا صادرول

د پاسپورت د قانون  د ۱۴ لسمی  مادی په اساس د دغه قانون د دولسمی مادی مندرج، د پاسپورت غوښتونکی د افغاني پیژند پاڼی  له مخی  او کوم طرزالعملونو چی د بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونو له خوا جوړ شوی دی ورکول کیږی او یا هم صادریږی.
په پیژند پاڼی باید د افغانستان د اسلامی جهوریت د بهرنیو چارو وزارت د قونسلی ریاست لخوا تایید شوی وی.

د پاسپورت ورک کیدل:

1- د پاسپورت د قانون د ۲۸ می مادی په اساس ، د هغه چا پاسپورت چی په داخل او یا بهر کی ورک شی مکلف دی چی موضوع  د پولیسو اداری ته  د خبر تر څنګ د یوی ټولنیزی رسنی لخوا اعلان هم کړی.

2- هرکله چی د یو چا پاسپورت د دغه مادی د لمړی فقری په اساس پیدا نشی د نوی پاسپورت د اخیستلو لپاره مکلف دی چی دوه برابره قیمت یا محصول د پاسپورت تحویل یا ورکړی.

د پاسپورت سوزیدل :

1- د پاسپورت د قانون د ۲۹ می مادی په اساس، دهغه چا پاسپورت چی سوزیدلی وی  وروسته د پولیسو د اداری له تایید نه چی پاسپورت سوزیدلی دی ، کولی شی خپل غوښتنلیک د نوی پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره اړونده اداری ته ورکړی.
2- د پاسپورت اړونده اداره مکلف دی چی وروسته د پاسپورت د سوزیدو اطمینان له مربوطه ادارونه ،  د پاسپورت اعتبار ساقط اعلان کړی او موضوع مربوطه اداراتو ته خبر ورکړی. په دی صورت کی نوی پاسپورت د دغه قانون د احکامو په اساس د غه کس ته ورکول کیږی.
جریمه : د پاسپورت د قانون د ۳۷ می مادی په اساس، هغه څوک چی باعث د ضرر او یا له منځه وړولو د خپل او یا  د بل چا د پاسپورت شی نو مکلف دی ۲۴۰ امریکای دالر د نقدی جریمی په توګه تحویل کړی.

د پاسپورت د قانون د ۱۹ مادی په اساس، د الکترونیکی پاسپورت د اخیستلو ضروری اسناد:
۱- پیژند پاڼه
۲- لیکل شوی غوښتنلیک
۳- څلورقطعه معیاری انځور ( ۳،۵ پر۴،۵ سانتی متر سپین بګروند ) بیومیتریک
۴- د پاسپورت فورم ډکول
5- د پاسپورت قیمت یا محصول :
6- د پاسپورت قیمت یا محصول په نورمال یا عادی حالت کی ۱۲۰ امریکای دالر وی.
نوت : د پاسپورت د ترلاسه کولو په خاطر ستاسو د مبایل شمیری ته پیام استول کیږی.