کور

IMG_1029
IMG_1034
IMG_1039
IMG_1042
IMG_1013
web1
02
20190303105749_IMG_4331.JPG
WhatsApp Image 2019-03-04 at 7.55.36 PM
48361918_296092977691795_2528851566786510848_n
29425053_175851296382631_6183880637036888064_n
WhatsApp Image 2018-12-14 at 1.09.52 PM
46177312_301660780675998_6040360847392374784_n
WhatsApp Image 2018-12-14 at 1.09.52 PM (1)
28161390_169078247059936_6768712560725418067_o
40374389_259690907998669_8440117504126222336_n
29468179_175850816382679_3541971903088427008_n
46104148_283189838982109_5188268889535938560_n

په استانبول کی د افغانستان اسلامی جمهوری جنرال قونسلګری انترنیتی پانه ته  ښه راغلاست۰
افغانستان او ترکیه د دوه ملت او دوه هیواد په صفت ژور تاریخی ، فرهنګی او اقتصادی مشترکات لری   او د هری ورځی په تیریدو سره دغه  اړیکه ژور او پراخه کیږی ۰

د افغانستان جنرال قونسلګری په استانبول کی د هیواد د بهرنی سیاست د لومړیتوبونو په اساس بین المللی کنوانسیونو او د دوه اړخیزی توفقنامی همیشه کوشش کړی تر سو په لمړی قدم کی د هیواد د اتباعو په ترکیه کی موثره نمایندګی وکړی او قونسلی خدمات په شایسته توګه وړاندی کړی او په دوهم قدم کی د اقتصادی او فرهنګی مناسباتو په تحکیم او تعمیق د دوه دوست هیواد تر منځ کی کوشش کوی ۰

همدارنګه چی ترکیه داروپا او آسیا وصل کونکی دی افغانستان هم دآسیا دزړه  صفت لری چی بی شمیره اقتصادی او فرهنګی مناسباتو د رشد زمینه ساز د دوو هیوادنو تر منځ منځه ته راوړی ۰

زموږ موخه د دی انترنیتی پانه د رامنځته کیدو دموثق خبر رسونی د دغه جنرال قونسلګری او په عمومی توګه د موثق او دقیق معلومات وړاندی کول د افغانستان په اړه محترمو مراجعینو ته دی ۰

هیله دی په خپل نیک  او شه نظریات او غوښتنی د دغه پانه د بډاینی په برخه موږ سره همکار شی ۰

موږ خپلو مراجعینو ته د معیاری خدماتو په وړاندی کولو کی شپه او ورځ په خدمت یو ۰

راپورونه
ښاغلي زکریا بارکزي د استانبول نوي ګمارل شوي والي ښاغلي علي یارلي کایا سره وکتل

په استانبول کې افغان جنرال قونسل ښاغلي زکریا بارکزي د استانبول د نوي ګمارل شوي والي ښاغلي علي یارلي کایا سره وکتل. په دغه کتنه کې دوستو هېوادونو د تاریخي اړیکو او په استانبول کې د مېشتو افغان هېوادوالو د ستونزو په اړه خبرې وشوې.
د استانبول نوي والي ښاغلي کایا د هر راز همکارئ او مرستې وعده وکړه او زیاته یې کړه ، څرنګه چې په سختو حالاتو کې افغانانو د ترک دوستانو سره مرسته کړې همداسې به اوس مونږ د خپلو دوستانو (افغانانو ) سره اوږه په اوږه ولاړ ودریږو.

په استانبول کی د افغانستان جنرال قونسګری ویب پانه پرانیستل شو.

په استانبول کی میشتوو درنو افغانانو ته خبر ورکول کیږی چی د افغانستان جنرال قونسلګری افغانانو ته د ښه خبر رسونی او د لا زیاتو آسانتیاوو د برابرولو په موخه، د دی قونسلګری ویبپاڼه یی د لوړو معیارونو په لرلو په کار اچولی ده.
ګران هیوادوال کولای شی د معلوماتو سربیره د نکاح خط، وکالت خط او نورو اړتیاوو لپاره د کار د چټکتیا او د وخت د ضایع کیدلو د مخنیوی په موخه د ویبپاڼی د لاری د جنرال قونسلګری څخه د ملاقات وخت ونیسی.
ویبپاڼی څخه لیدنی لپاره لاندنی لینک تعقیب کړی.
په درنښت. www.afghanconsulate.org.tr

د استانبول څخه کابل ته د بېرته ستنېدونکو مهاجرینو شمېر کې زیاتوالی راغلی.

په یوه میاشت کې د افغانستان جنرال قونسلګرئ قونسلي څانګې ته یو نیم زر هغو افغانانو مراجعه کوی چې په غیر قانوني توګه ترکیې ته راغلي او غواړي په خپله خوښه ګران هېواد ته ستانه شي.
ورېځ ده ، او په استانبول کې ډېری افغان مهاجرین چې غواړي وطن ته په خپله خوښه ستانه شي د قونسلګرئ په انګړ کې انتظار کوی.

ښاغلی زکریا بارکزی په استانبول کی افغان جنرال قونسل نن د دوست هیواد جرمنی جنرال قونسل ښاغلی “میکایل ریفینستول” سره کتنه وکړه.

په دی کتنه کی ښاغلی زکریا بارکزی د افغانستان دولت په استازیتوب د جرمنی د بی دریغو مرستو څخه په مننی سره د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلی بارکزی د جرمنی د جنرال قونسل څخه وغوښتل چی د هغو غیرقانونی مهاجرو سره چی په ترکیه دی، مرسته وکړی او په ځانګړی ډول دوی ته د حرفوی زده کړو زمینه برابره کړی، ترڅو افغانستان د بیرته استنیدو په وخت د کار زمینه ورته برابره شی. د جرمنی جنرال قونسل د هر راز همکاری او مرستی ژمنه وکړه.

ښاغلي زکریا بارکزي د عدالت او پراختیا ګوند د بهرنیو اړیکو د معاون امره آتی سره وکتل

ښاغلي زکریا بارکزي د افغانستان جنرال قونسل نن به خبپل دفتر کی د عدالت او پراختیا ګوند د بهرنیو اړیکو د معاون امره آتی سره وکتل. په دی کتنی کې افغان جنرال قونسل د دوو دوستو او ورورهیوادونو افغانستان او ترکیې د تاریخی، مذهبی او فرهنګی اړیکو په اړه معلومات ورکړل. او د طالبانو د رژیم د ړنګیدو نه وروسته یې د ترکيې د خلکو د مرستې یادونه وکړه. او د هغوئ نه یې وغښتل تر څو هغه افغانانو ته چې غواړي په ترکیه کې پانګونه، سوداګري ، سیاحت او زدکړې وکړي د ویزې اخستلو آسانتیاوې رامنځ ته کړي. او د ښاغلي امره څخه یې وغوښتل تر څو په ترکیه کې مېشت غیر قانوني مهاجرو سره مرسته وکړي.
ښاغلی امره آتی افغان ورونه او افغانستان ملګری هیواد یاد کړ او د یادو ستونزو د هواري په برخه کې یې د هر راز مرستې ژمنه وکړه.