مهاجرین څانګه

د مهاجرینو د حقوقی معاونیت فعلیتونه :
د مهاجرینو د حقوقی برخی معاونیت په استانبول کی د افغانستان د جنرال قونسلګری په چوکات کی ډیر مهم او سخت مسولیت په غاړه لری. سره لدی چی برخی نه هیڅ کوم نوع ملی عواید لاسته نه راځی. ولی بیا هم د هیواد د اتباعو د لازم او اړین خدمت کولو لپاره د جنرال قونسلګری خپل دوه تنه ماهر دیپلوماتان سره د ۷ تنه محلی کارکونکی په دی برخه کی توظیف کړی تر څو ورځینی کارونه سرته ورسوی ۰ د بیلګی په طور کولای شو د مهاجرینو د بیرته ستنیدو وخپل هیواد ته یاد کړو چی دغه برخه په لوړه کچه فعالیت په کال ۲۰۱۸ کی درلودی چی په حدود د۱۰۰۰۰ هغو افغانانو ته چی په خپله خوښه یی هیواد ته د ستنیدو غوښتنه درلوده زمینه برابر او د هیواد د جمهوری ریاست د۳۹۶ شمیری فرمان په اساس دا سند یی هیواد والو ته صادر کړی دی د یادولو ور دی چی هیواد ته د بیرته ستنیدو په سند کی په هر حالت کی د هر شخص په خوښه ورته صورت نیسی.
نور فعالیتونه د مهاجرینو د حقوقی معاونیت په لاندی توګه دی.
۱- هیواد ته د بیرته ستنیدو پاڼی ویشل ( په خپله خوښه )
۲- د هویت تثبیت د پاڼو ویشل هغو هیوادوالو ته چی معتبر د هیوت اسناد ونلری.
۳- د فوتی پانی ورکول هغو افغانو کرونی ته چی په مختلفو حوادثو کی مړ شوی وی.
۴- د بندیانو د لیدلو د پاڼی ورکول او د هغوی د کورنی پیژندنی او د بندیانو سره د اړکی شمیره اخیستل.
۵- د هویت د تثبیت او هغو هیواد والو سره کمک چی په مختلفو روغتونونو کی د روغتیایی مشکلاتو په اساس بستر دی.
۶- د پورته زکر شوی مطالبو تنظیم او دیټابس کول د مرکز د طرزالعمل په مطابق.
۷- د ملی او بین المللی قوانینو په حدود د حقوقی او جنایی قضیو تعقیبول.