د ښاغلی حبیب احمد خنجاني ژوند لیک

ښاغلی حبیب احمد خنجاني په  ۱۳۶۴ هجری شمسی  کال کی د بغلان ولایت په یوه روڼ أندی کورنۍ کې زیږیدلی دی، ښاغلی خنجاني په دولتي دفترونو او نړیوالو بنسټونو کې 15 کلنه کاری تجربه لري.

ښاغلي حبیب احمد خنجاني خپله لومړۍ دنده په USAID کې پیل ورپسی یې په ۱۳۸۶ هجری شمسی  کال کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو په وزارت کښی پیل او د دغه وزارت په بیلابیلو څانګو کې یې دندې ترسره کړې دی. نوموړی لمړي د بهرنیو چارو وزارت د دریم سیاسي ریاست د کارمند ورپسی یې د اړیکواو آرشیف په ریاست کی وظیفه ترسره کړی. په بهرنیو چارو وزارت کی تر دری کلن ماموریت وروسته ښاغلی خنجانی په جده کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) کې د ډیپلومات په حیث د دریو کلونو لپاره خپل ډیپلماټیک ماموریت ترسره کړ. همدارنګه دبهرنیو چارو وزارت په وړاندیز د لنډ وخت لپاره په جده کی د افغانستان د اسلامي جمهوریت په جنرال قونسلګرۍ کی د ډیپلومات په حیث دنده ترسره کړه.

ښاغلي حبیب احمد خنجاني خپل محبوب وطن ته تر ډیپلماټیک ماموریت وروسته راستون سو د ډیپلوماتیک ارشیف د مرستیال په توګه یي شپږ میاشتی دنده تر سره کړه، د نوموړی ماموریت په جریان کی ښاغلی خنجانی دخپلی وړتیا په ښودلو سره،  د بهرنیو چارو وزارت د تصمیم په اساس ښاغلي حبیب احمد خنجاني د بهرنیو چارو وزارت اړوند د قونسلي ریاست  د معاون په توګه وټاکل سو.

په بهرنیو چارو وزارت کې د خپل ماموریت له پای ته رسولو وروسته، ښاغلي خنجاني په ۱۳۹۸ هجری شمسی  کال په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په سفارت کی  د مستشار په توګه دنده پیل او اته میاشتې یې په انقره کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کړه.

ښاغلي خنجاني د ملي ژبو سربیره  په انګلیسي ، عربي او اردو ژبو باندې تسلط لري.

 د یادونې وړده چې ښاغلی حبیب احمد خنجاني د ۱۳۹۹ دلو/سلواغه ۲ نیټه په استانبول کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په جنرال قونسلګرۍ کې د سرپرست په توګه وټاکل سو او خپله دنده یې پیل کړه.